د مجتبی خامنه ای لخو حکومت کې مهم بدلونونه رامنځته شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۹ زمری، ۱۴۰۵ل)
د ایران نوي مذهبي مشر، “مجتبی خامنهای” د سپاه پاسداران پخوانی قومندان “محسن رضايي” د دغه هېواد د ملي امنیت عالي شورا د نوي مشر په توګه ټاکلی دی.
د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، رضايي به د خپلې نوې دندې ترڅنګ د ایران د مذهبي مشر د استازي په توګه هم په ملي امنیت عالي شورا کې فعالیت کوي.
د راپور له مخې، مجتبی خامنه ای د ملي امنیت عالي شورا پخوانی منشي محمدباقر ذوالقدر هم د خپل ملي امنیت د سلاکار په توګه ټاکلی دی.
په ایران کې د ملي امنیت شورا په مشرتابه کې دغه بدلونونه داسې مهال ترسره کېږي چې په منځني ختیځ کې کړکېچونه یو ځل بیا زیات شوي او د سیمې امنیتي وضعیت له حساسو شرایطو سره مخ دی.



