بلخ کې د ۳۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د نفتو چاڼخونې فعالیت پیل کړ

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۹ زمری، ۱۴۰۵)
د بلخ ځایي چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې د شاوخوا ۳۰ میلیونه ډالرو په پانګونه د نفتو یوه نوې چاڼخونه جوړه شوې او فعالیت یې پیل کړی دی.
د چارواکو په وینا، دغه چاڼخونه په ۲۴ ساعتونو کې د ۶۰۰ ټنه خامو نفتو د تصفیې ظرفیت لري او د فعالیت له پیل سره یې په سیمه کې د نفتو د پروسس بهیر پراخ شوی دی.
د چاڼخونې مسوولین وایي، په دې فابریکه کې د زمردسای، انګوت او قشقرې له نفت‌خېزې سیمو څخه ترلاسه کېدونکي خام نفت پروسس کېږي او له تصفیې وروسته ترې ډیزل، پټرول او مازوت تولیدېږي.
د فابریکې تخنیکي انجنیران وایي، دغه چاڼخونه د هېواد له طبیعي سرچینو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې، د نفتو د کورني پروسس د پراختیا او د هېوادوالو د اړتیاوو د پوره کولو په موخه جوړه شوې ده.
د دوی په خبره، د نفتو د کورني پروسس پراختیا کولی شي د وارداتي سوند توکو پر اړتیا هم اغېز وکړي او هېواد کې د اقتصادي فعالیتونو لپاره زمینه برابره کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button