خوست کې د ۲۹ میلیونه افغانیو په لګښت پراختیايي پروژه بشپړه شوه

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۹ زمری، ۱۴۰۵ل)
د خوست ښاروالۍ مسوولین وایي، چې د مرکز متون ښار په ختیځه برخه کې د ۲۹ میلیونه افغانیو په لګښت یوه پراختیايي پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده.
د ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، په دې پروژه کې د ۱۳۰۰ مترو په اوږدوالي سړک، ۲۵۹۰ متره کانکریټي لښتي او دوه پلچکونه جوړ شوي دي.
د خوست ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي خدماتو امر، انجنیر رحمتالله ځواک ویلي، چې تېر کال په خوست ښار کې د شاوخوا ۲۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۳۰ پراختیايي پروژې پلان شوې وې، چې د نوموړي په وینا ډېری یې بشپړې شوې دي.
ځایي مسوولین وایي، د دغو پروژو د پلي کېدو موخه د ښار د بنسټیزو اسانتیاوو پراختیا، د ترانسپورټي ستونزو کمول او د ښاریانو لپاره د مناسب چاپېریال برابرول دي.



