کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
د هلمند ولایت د ګرشک او موسی قلعه ولسوالیو ترمنځ د ۴۶.۵ کیلومتره سړک د رغولو چارې د ټولګټو وزارت له لوري د یو میلیارد او ۳۲ میلیونه افغانیو په لګښت رسماً پیل شوې.
مسوولين وايي چې د سړک په بشپړېدو سره به ناومېش، بغني، باغران، نوزاد، موسی قلعه او ګرشک ولسوالۍ سره ونښلول شي، او د خلکو په ورځني ژوند، سوداګرۍ او خدماتو کې به د پام وړ اسانتیاوې رامنځته شي.
د ټولګټو وزارت مسئولین زیاتوي چې د سړک رغول به په دوو کلونو کې بشپړ شي او له عملي کېدو سره به د سیمې په اقتصادي ودې، بیړنیو ستونزو ته په رسېدو او د سیمو ترمنځ په تګ راتګ کې ښې اغېزې ولري.

















