ټرمپ مادورو ته د هېواد پرېښودو یوه اوونۍ مهلت ورکړ؛ د ونزوېلا هوايي حریم وتړل شو

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۱ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

رویټرز د باوري سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ونزوېلا ولسمشر نیکلاس مادورو سره په تلیفوني اړیکه کې هغه ته تر راتلونکې جمعې پورې مهلت ورکړی و، څو له خپلې کورنۍ سره هېواد پرېږدي. سرچینې وایي چې د مادورو د مهلت د نه‌پوره کولو له امله ټرمپ د شنبې په ورځ د ونزوېلا د هوايي حریم د تړلو امر صادر کړ.
خبر زياتوي چې مادورو په دغه لنډ تماس کې د امریکا له ولسمشر څخه غوښتنه کړې وه چې د ونزوېلا له څه باندې سلو چارواکو څخه بندیزونه لېرې کړي؛ هغه کسان چې ډېری یې د واشنګټن له لوري په بېلابېلو جرمونو تورن شوي دي.
سرچینې په وينا چې مادورو د ځان او کورنۍ لپاره د امن وتلو تضمین هم غوښتی و، خو ټرمپ د هغه ډېری غوښتنې ونه‌منلې.
رویټرز لیکي چې مادورو ټرمپ ته وړاندیز کړی و چې د نوو ټاکنو تر ترسره کېدو پورې دې د هغه مرستیالې دلسي رودریګز د لنډمهالي حکومت مشري په غاړه واخلي، خو دغه غوښتنه هم رد شوې ده.
د ټلیفوني اړیکې وخت شل دقیقو ته نه رسېده، خو ټرمپ مادورو ته په ډېر وضاحت ویلي چې یوازې یوه اوونۍ وخت لري چې خپل هېواد په خپله خوښه پرېږدي.

مربوطه مطالب

Back to top button