کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۱ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء وايي، تېره ورځ د هېواد له بېلابېلو لارو ۵۸۰ کورنۍ (۳۱۶۴ تنه) افغان مهاجرین په اجباري ډول هېواد ته راستانه شوي او په ثبت، بایومتریک، روغتیايي خدمتونو، مخابراتو، لېږد او مالي مرستو په ګډون ورته اړین خدمات وړاندې شوي دي. یوازې د سپين بولدک له لارې ۴۲۹ کورنۍ (۲۴۳۲ تنه) ثبت شوې دي. همداراز د ورېښمو له لارې د کورنیو ترڅنګ ۱۴۹۰ انفرادي مسافر هم هېواد ته راستانه شوي دي.
د کمېسیون د معلوماتو له مخې، په ټولو لارو کې ۹۶۲ کورنۍ (۵۴۰۴ تنه) بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې دي او په مجموعي ډول ۵،۴۹۹،۸۵۰ افغانۍ د کرايې په توګه ورکول شوي او ۵۵۷ کورنیو سره د نغدو پیسو په بڼه ۴،۴۳۴،۰۰۰ افغانۍ مرسته شوې ده. او دغه راز ۶۶۳ عدده سیمکارتونه ورته ویشل شوي او یوازې د ورېښمو له لارې ۷۷۴ تنه راستانه شوي مهاجرو روغتیايي خدمتونه ترلاسه کړي دي.


















