کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۱ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
په پاکستان کې د افغانستان د اسلامي امارت سفیر “سردار احمد شکیب” وایي، چې د افغانستان اسلامي امارت تل خبرو ته لومړیتوب ورکړی او باور لري، چې د اسلامي هېوادونو منځګړتوب کولی شي د کابل- اسلام آباد ترمنځ شته اختلافات حل کړي.
نوموړي دا څرګندونې په یوه تازه مرکه کې کړې او زیاته کړې یې ده، چې په تېرو مذاکراتو کې هم اسلامي هېوادونو منځګړتوب کړی او تمه ده، چې راتلونکې کې به ټولې ستونزې د خبرو له لارې هوارې شي.
ښاغلي شکیب ټینګار کړی، چې افغانستان سوله غواړي او اسلامي هېوادونه کولای شي، د دواړو لوریو ترمنځ د تفاهم فضا رامنځته کړي.
د نوموړي په وینا، اسلامي امارت هر وخت خبرو ته لومړیتوب ورکړی او دا یې د نورو انتخابونو پر پرتله غوره لار بللې ده.


















