کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۱ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
د راپورونو له مخې، د سوډان پلازمېنه خرطوم کې د حکومتي ځواکونو او د چټک ملاتړ ملېشه ډلې ترمنځ خونړۍ نښتې روانې دي، چې له امله یې دواړو خواوو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
ځايي سرچینې وایي، جګړه له تېرو دوو ورځو راهیسې روانه ده او چټک ملاتړ ځواکونه ادعا کوي، چې د ښار په ځینو برخو کې یې پرمختګ کړی او څو پوځي مرکزونه یې نیولي دي.
د سوډاني پوځ اړوند سرچینې بیا دا ادعاوې ردوي او وایي، چې ځواکونه یې لا هم پر مهمو تاسیساتو کنټرول لري او د ملېشه ډلې پرمختګ یې مهار کړی دی.
د جګړې له امله ګڼې ودانۍ ویجاړې شوي، سړکونه بند شوي او د ملکي وګړو ژوند له جدي ګواښ سره مخ دی.
بشري حقونو بنسټونه له ښکېلو خواوو غواړي، چې ژر تر ژره اوربند وکړي او د جګړې د پای لپاره سیاسي حللاره غوره کړي.


















