حماس: د اسرائیلو د همکارانو د مشر یاسر ابو شباب وژل کېدل د نورو خاينانو لپاره عبرت او د هغوی وروستی برخلیک دی

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۵ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
د حماس اسلامي مقاومت غورځنګ وايي، د یاسر ابو شباب – چې د اسرائیلي پوځ له همکارو ملېشو مشري یې کوله – وژل کېدل د هر هغه کس حتمي برخلیک دی چې خپل ولس، وطن او ازادي دعپر يرغلګرو خرڅه کړي او په خپل بیان کې یې هغه «خاین، عميل او هلاک» بللی او ټینګار یې کړی چې د ده کړنې په څرګند ډول د فلسطین د ملت پر ضد وې.
حماس زیاتوي چې ابو شباب او د هغه ډلې په غزه کې داسې جرمونه کړي چې له هر ډول ملي ارزښت او ټولنیزو اصولو ښکاره سرغړونه وه.
د بیان له مخې، د اسرائیلي پوځ لهخوا د ناقانونه وسلهوالو ډلو کارول د هغوی د ناکامۍ څرګند ثبوت دی او دا ښيي چې د فلسطین د ولس د سرښندنې مبارزې پر وړاندې د اسرائیل ځواک کمزوری شوی دی.
حماس غورځنګ ویلي چې اسرائیل خپل ملګري هم نهشي ساتلی او د هر هغه کس برخلیک به همدا وي چې د خپل ولس امنیت له منځه وړي او د دښمن په ګټه کار کوي.
حماس د هغو کورنیو، قبایلو او قومونو ستاینه کړې چې له ابو شباب او د هغه له ملګرو یې برائت اعلان کړی او د دې ډلې ټولنیز او قومي ملاتړ نه يې ليرې شوي دي.



