عبدالملک حوثي: یاسر ابو شباب د ملت خائن و، غزه د مقاومت پرته د بل چا د واک ځای نه دی

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۵ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
د یمن د انصارالله اسلامي حرکت مشر “سید بدرالدین عبدالملک حوثي” د فلسطیني خاین یاسر ابو شباب د وژل کېدو په اړه غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، چې دې پېښې ثابته کړه، چې په غزه کې د مقاومت پرته هېڅ بله ډله د واک حق نه لري.
نوموړي زیاته کړې، چې یاسر ابو شباب د صهیونیستي رژیم لپاره کار کاوه او د خپل ملت پر ضد یې خیانت کړی و، نو له همدې امله یې ووژل شو.
حوثي ټینګار کړی، چې غزه باید یوازې د مقاومت پیاوړې قلعه پاتې شي او هېڅ خاین یا مزدور ته اجازه ورنکړل شي، چې هلته واک یا نفوذ پیدا کړي.
هغه همداراز ویلي، چې دا ډول اقدامات د فلسطیني ملت د سپېڅلې مبارزې د خوندیتوب لپاره اړین دي او باید دا پیغام ټولو ته ورسېږي، چې خیانت هېڅکله د بښلو او زغم وړ نه دی.



