د سوډان جګړه؛ حکومتي ځواکونو دارفور کې د یاغیانو پر مهمو مرکزونو هوایي بریدونه کړي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۵ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
د سوډان په لوېدیځ دارفور ایالت کې د حکومتي ځواکونو له خوا د یاغیانو پر مهمو مرکزونو هوایي بریدونه شوي، چې له امله یې د چټک ملاتړ ملېشو ته درنه مرګژوبله اوښتې ده.
د سوډاني پوځ ویاند ویلي، چې دا بریدونه د پوځ له لوري د الفاشر ښار شاوخوا کې ترسره شوي، چیرې چې د چټک ملاتړ ډلې مهم پټنځایونه او د وسلو زېرمې موجودې وې.
نوموړی زیاتوي، چې په بریدونو کې ګڼ پټنځایونه ویجاړ شوي، وسلې له منځه وړل شوي او ګڼ یاغیان وژل شوي دي؛خو دقیق شمېر یې نه دی په ډاګه کړی.
بل لور ته د چټک ملاتړ ملېشو اړوند سرچینو د حکومتي ځواکونو د دې ادعا په اړه تبصره نه ده کړې؛ خو ځايي اوسېدونکي وايي، چې بریدونه خورا شدید وو او د ملکي تلفاتو وېره هم شته.
یاده دې وي، چې سوډان کې د دواړو لوریو ترمنځ جګړه له تېرو ۳ کلونو راهیسې دوام لري، چې له امله یې زرګونه کسان وژل شوي او لګونه نور بېکوره شوي دي.



