سپین بولدک: د پاکستاني پوځي رژيم د برید له امله ۸ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده 

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۵ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

ځايي سرچینې وايي، چې تېره شپه د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ په ملکي سیمو د پاکستاني پوځ په برید کې ۸ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د سرچینو په وینا، برید د ملکي خلکو پر کورونو شوی او ټپیان د درملنې لپاره لېږدول شوي دي.

کندهار کې ډاکټرانو رسنيو ته تائید کړې چې د تېرې شپې په نښتو کې څلور ولسي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

د سپین بولدک د روغتیا برخې مسوول ډاکټر کریم اغا وايي، د دوو ټپیانو روغتیايي‌ وضعيت نازک دی.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې تر نښتې وروسته وضعیت بېرته عادي شوی او خلک د خپلو ورځنیو چارو پر لور ستانه شوي دي.

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد ويلي، متأسفانه چې پاکستاني اړخ یوځل بیا د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د افغانستان په طرف بریدونه پیل کړل، چې د اسلامي امارت ځواکونه هم غبرګون ته اړ شول.

مربوطه مطالب

Back to top button