د مهاجرینو کمېسیون: له بېلابېلو لارو ۵۷۶ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړینې مرستې ورسره شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۵ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء وايي، تېره ورځ د هېواد له بېلابېلو لارو ۵۷۶ کورنۍ (۲۹۶۵ تنه) افغان مهاجرین په اجباري ډول هېواد ته راستانه شوي او ټولو ته د ثبت، بایومټریک، لېږد، روغتیايي خدمتونو، مخابراتي اسانتیاوو او مالي مرستو په ګډون اړین خدمات ورکړل شوي دي زياق یوازې د سپین بولدک له لارې ۲۹۶ کورنۍ بېرته راستنې شوې او ۱۵ زره ډوډۍ، اوبه او ۴۲۲ وړیا سیمکارتونه ورته ویشل شوي دي.

د راپور له مخې، د تورخم، بهرامچې، اسلام‌کلا او ورېښمو له لارې هم لسګونه کورنۍ ثبت او خپلو سيمو ته لېږل شوي زياتوي د ورېښمو لار کې ۷۷ کورنۍ له ۳۳۰ غړو سره ثبت شوې او ۸۴۵ انفرادي مسافر هم هېواد ته داخل شوي دي، چې ۵۷۲ تنو یې روغتیايي خدمتونه ترلاسه کړي دي.

دغه راز کمېسیون وایي، پرون جمعه په ټولیز ډول ۷۱۳ کورنۍ (۳۶۸۵ تنه) بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې دي او ۵،۴۹۹،۸۵۰ افغانۍ د کرايې په توګه ورکړل شوې دي. همداراز ۵۱۱ کورنیو سره د نغدو پیسو په بڼه ۴،۴۳۴،۰۰۰ افغانۍ مرسته شوې او ټولو لارو کې ۶۰۴ عدده سیمکارتونه ویشل شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button