د قزاقستان د ولسمشر استازي او د بلخ والي د اقتصادي او بشري همکاریو پر پراخولو خبرې کړې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۷ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
د قزاقستان د ولسمشر ځانګړي استازي یرکین توکوموف او مل پلاوي یې د بلخ له والي محمد یوسف وفا سره په مزارشریف کې لیدنه کړې ده.
د بلخ ولایت د مطبوعاتو دفتر وايي، په دې ناسته کې د اقتصادي همکاریو، بشري مرستو، سوداګرۍ پراختیا او سیمهییزو ټرانسپورتي دهلیزونو پر پراخولو خبرې شوې دي.
د بلخ والي محمد یوسف وفا په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې په افغانستان کې د کورنیو عوایدو په مټ د بیارغونې چارې په چټکۍ روانې دي او اسلامي امارت د نړیوالو هېوادونو سره د مثبت تعامل او اقتصادي اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی.
په ورته مهال د قزاقستان د ولسمشر ځانګړي استازي ټینګار کړی چې هېواد یې په افغانستان کې د بشري پروژو د پیاوړتیا لپاره هڅې زیاتوي او د روغتونونو او ښوونځیو د جوړولو ژمنه یې تازه کړې ده.
نوموړي د افغانستان امنیت د اطمینان وړ بللی او ویلي یې دي چې بلخ ولایت د پانګونې او سوداګرۍ لپاره د قزاقستان مهم ستراتیژیک موقعیت لري.



