د سوډان جګړه؛ د جټک ملاتړ ځواکونو هوایي برید کې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۷ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

د سوډان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د چټک ملاتړ ملېشو لخوا پلازمېنه خرطوم کې پر یوه ښوونځي ترسره شوي هوایي برید کې ۳۰ تنه وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، د وژل شویو کسانو په ډله کې ۲۰ یې ماشومان او نور استاذان او د ښوونځي عمله شامل دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې ملېشو لومړی پر ښوونځي هوایي برید کړی او وروسته ښوونځي ته ننوتلي او پر بې ګناه وګړو یې ډزې کړي دي.

د سوډان حکومت دغه برید “وحشیانه جنګي جنایت” بللی او له نړیوالو یې غوښتنه کړې، چې د ملکي وګړو د ژغورنې لپاره پر دغو ملېشو او د هغوی پر ملاتړو هېوادونو فشار راولي.

یاده دې وي، چې د ۲۰۲۳م کال د اپرېل له ۱۵مې نېټې راهیسې د سوډان پوځ او چټک ملاتړ ملېشو ترمنځ د واک پر سر خونړۍ جګړه روانه ده، چې تر دې دمه پکې زرګونه کسان وژل شوي او میلیونونه نور بې‌ځایه شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button