د یاسر ابو شباب له وژل کېدو وروسته لسګونه یاغیان حماس ته تسلیم شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۷ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

د فلسطیني سرچینو په وینا، د یاسر ابو شباب تر وژل کېدو وروسته په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د نوموړي اړوند لسګونه یاغیان حماس ته تسلیم شوي دي.

راپورونه وايي، چې دا تسلیم شوي کسان په رفح او خان یونس ښارونو کې مېشت ول او له وسلو سره حماس ته له هغې وروسته تسلیم شول، چې دې غورځنګ هغوی ته لس ورځنی مهلت ورکړ.

سرچینې زیاتوي، چې حماس تر دې وړاندې خبرداری ورکړی و، چې له اسرائیلو سره د همکاري کوونکو لپاره به بښنه نه وي او هغوی باید ژر تر ژره ځان تسلیم کړي.

د یادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې حماس اعلان وکړ، چې یاسر ابو شباب یې د اسرائیلي رژیم سره د استخباراتي همکارۍ له امله وژلی، چې له هغه وروسته په یاده سیمه کې د دغه ډول ملېشو ترمنځ وېره خپره شوې.

مربوطه مطالب

Back to top button