د مهاجرینو کمېسیون: له بېلابېلو لارو ۶۲۳ کورنۍ راستنې او اړینې مرستې ورسره وشوې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۷ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدو عالي کمېسیون دارالانشاء وايي، چې د هېواد له پنځو لارو څخه په ټولیز ډول ۶۲۳ کورنۍ او ۲۳۴۹ تنه افغان مهاجرین په اجباري توګه راستنې او ثبت شوي دي. د سپین بولدک له لارې ۳۶۷ کورنۍ (۲۰۶۱ تنه) راغلي همداراز په دې لاره کې ۲۲۶ کورنۍ د نهه ولایتونو پر لور لېږدول شوې او د ټرانسپورټ په برخه کې ورته ۲،۲۷۷،۰۰۰ افغانۍ ورکړل شوې دي.

راپور زياتوي، د تورخم له لارې ۱۵۲ کورنۍ (۸۰۲ تنه) ثبت او بایوميټریک شوي، چې ۸۸ کورنۍ یې خپلو ولایتونو ته لېږدول شوي او ورسره د ټرانسپورټ کرایه په ټولیزه توګه ۵۰۸،۷۰۰ افغانۍ ورکړل شوې ده.

د مالي مرستو کمېټې په تورخم کې له ۱۱۵ کورنیو سره ۹۲۴،۰۰۰ افغانۍ مرسته کړې ده. په بهرامچې کې ۵۳ کورنۍ (۲۹۶ تنه) ثبت شوي او ۱۳ کورنۍ یې خپلو سیمو ته لېږدول شوې چې ورسره ۲۵۱،۵۰۰ افغانۍ مرسته شوې ده.

په اسلام‌کلا کې ۲۱ کورنۍ ثبت شوې او ورسره ۱۳۴،۰۰۰ افغانۍ مرسته شوې ده. د نیمروز د ورېښمو له لارې ۳۰ کورنۍ (۱۱۹ تنه) او ۹۴۷ انفرادي مسافر ثبت شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button