د بې‌سرپرسته مېرمنو د ملاتړ لپاره د افغاني سرې میاشتې، آی‌سي‌ارسي او ډنمارک سره صلیب درې اړخیزه ناسته وشوه

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۷ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

د افغاني سرې مياشتې د خبر پاڼې له مخې، په افغانستان کې د بې‌سرپرسته مېرمنو د مالي، ټولنیزو او رواني ملاتړ د چمتو کولو لپاره، د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس شهاب الدین دلاور، د آی‌سي‌ارسي مسؤله کترینا ریټز او د ډنمارک سره صلیب مسؤل محمد الشمع ترمنځ درې‌اړخیزه ناسته ترسره شوه.

په دې ناسته کې درې واړو لوریو د همکاریو د پیاوړتیا او د بې‌سرپرسته مېرمنو د ملاتړ د یوې ګډې کړنلارې د جوړولو پر اهمیت ټینګار وکړ.

سره مياشت وايي، د غونډې هدف دا و چې مېرمنو ته مالي مرسته، رواني، مسلکي او ټولنیز خدمتونه برابر شي او په ټولنه کې بېرته مدغم شي.

مربوطه مطالب

Back to top button