د تايلنډ او کمبوديا ترمنځ بيا جګړه شوې؛ دواړو لورو ملکيانو او پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۸ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
د تايلنډ او کمبوديا ترمنځ د لانجمن سرحد په سیمه کې یو ځل بیا جګړه شوې، چې له امله یې د دواړو هېوادونو ملکي خلک او پوځيان وژل شوي دي.
د کمبوديا دفاع وزارت وايي، د تايلنډ له لوري د دوشنبې او سې شنبې شپې بریدونو کې شپږ ملکیان وژل شوي او لږ تر لږه لس نور ملکیان ټپیان شوي دي.
په مقابل کې د تايلنډ پوځ خبر ورکړی چې د جګړو له پیل راهيسې یو سرتېری وژل شوی او ۱۸ نور ټپیان دي.
د تايلنډ بحري ځواکونو ادعا کړې چې د کمبوديا ځواکونه د ترات په ساحلي سیمه کې د تايلنډ خاورې ته داخل شوي، چې وروسته د هغوی د ایستلو لپاره پوځي عملیات پیل شول. تايلنډ وايي کمبوديا په سرحدي لیکه کې خپل پوځ زیات کړی، درنې وسيلې ځای پر ځای کوي او دا کار د دوی ملي حاکمیت ته “مستقیم ګواښ” دی.
دا تازه نښتې په داسې حال کې راولاړېږي چې دواړه هېوادونه نږدې یوه نیمه میاشت وړاندې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په منځګړیتوب اوربند ته رسېدلي وو.
د تايلنډ او کمبوديا سرحد چې ۸۱۷ کیلومتره اوږد دی، له ډېرو کلونو راهيسې په ځينو نقاطو کې د واکمنۍ د دعوو له امله د شخړو شاهد دی او وخت ناوخته پراخې خونړۍ نښتې پکې رامنځته شوي دي.



