د مهاجرینو کمېسیون: له بېلابېلو لارو ۶۳۷ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۹ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي، چې د سهشنبې په ورځ د اسلامکلا، ورېښمو، سپین بولدک، تورخم او بهرامچې له لارو ټولټال ۶۳۷ کورنۍ (۳۳۵۸ کسان) په اجباري ډول هېواد ته ستنې شوي او د ثبت، روغتیايي خدمتونو او لومړنیو مرستو بهیر ورسره بشپړ شوی دی.
په راپور کې ویل شوي، چې د راستنېدونکو کورنیو د لېږد لپاره د سپین بولدک، تورخم، بهرامچې او کابل مرکز له لارې ۵۱۵ کورنۍ (۲۶۴۵ کسان) خپلو اصلي او خوندي سیمو ته انتقال شوي او ورته نږدې ۳ میلیونه افغانۍ د کرایو په توګه وېشل شوې دي. همدارنګه، له ۴۷۲ کورنیو سره نغدي مرستې شوې او یوازې په نیمروز کې ۹۳۴ کسانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي دي.
د کمېسیون د معلوماتو له مخې، مهاجرینو ته د مخابراتي اړیکو د اسانتیا لپاره ۱۹۴ سیمکارتونه وېشل شوي دي.



