ابو حمزه: د دښمن د اسیرانو دوسیه وتړل شوه، بېرته به یوازې په تابوتونو کې ورستنېږي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۹ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
د اسلامي جهاد اړوند د “سرایة القدس” لېوا ویاند “ابو حمزه” ویلي، چې موږ د دښمن د اسیرانو دوسیه وتړله، وروسته له هغې چې د تیرې چهارشنبې په ورځ مو د دوی وروستۍ جسد د غزې شمال کې وسپاره، دا چاره د یو ویاړلي تړون له مخې ترسره شوه، چې د یوې اتلولۍ ډکې جګړې پایله وه، کومه چې موږ په بشپړ ویاړ، وفادارۍ او عزم سره تر سره کړه.
نوموړي ټینګار کړی: د دښمن اسیران یوازې د مقاومت په پرېکړه بېرته ورګرځېدای شي، یا به په تابوتونو کې ستنېږي، او کېدای شي هېڅکله هم بېرته لاړ نه شي.
د ویلو ده، چې د صهیونیستي ريژیم اړوند د ګڼ شمېر وژل شویو سرتېرو جسدونه د مقاومت لخوا ورسپارل شوي؛ خو د اسرائیلي رسنیو په خبره لا هم ځینې اسرائیلي بندیان غزه کې پاتې دي او مقاومت د راتلونکو خبرو او یا د اوربند تړون د تمدید لپاره له ځان سره ساتلي؛ خو کره شمېر یې نه دې په ډاګه شوی.



