د امریکا کینټاکي پوهنتون کې د ډزو له امله یو محصل وژل شوی او بل سخت ټپي دی

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۹ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
د امریکا د کینټاکي په یوه پوهنتون کې د ډزو په پېښه کې یو محصل وژل شوی او بل سخت ټپي شوی دی.
دغه پېښه د سهشنبې په ورځ د فرانکفورت ښار په پوهنتون کې هغه وخت رامنځته شوه چې د یوه وسلهوال د شتون خبر ورکړل شو.
پولیسو ژر ساحه کلابنده کړې، مشکوک کس یې نیولی او د زدهکوونکو د خوندي کولو لپاره یې سیمه تأمین کړې ده. چارواکي وايي، ياد کس د پوهنتون محصل نه و، خو دواړه قربانیان د پوهنتون زدهکوونکي دي.
چارواکو ویلي چې ډزې د محصلینو د استوګنځایونو تر څنګ شوې دي او د پېښې د انګېزې معلومولو لپاره څېړنې روانې دي.



