پوليسو په غور او غزني کې نږدې ۳۰۰ کیلوګرامه نشهيي توکي نیولي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۹ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
د غور امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت د تولک ولسوالۍ پوليسو په عملیاتو کې دوه کسان له ۹۹ کیلوګرامه د “ایف” ډوله نشهيي توکو سره نیولي دي.
چارواکي وايي، نیول شویو کسانو دغه توکي په یوه موټر کې په ماهرانه ډول پټ کړي وو او هڅه یې کوله بلې سیمې ته یې ولېږدوي.
همدارنګه، د غزني امنیه قومانداني د یوې بلې قضيې په اړه ویلي چې په ګیلان ولسوالۍ کې دوه نور کسان له ۱۸۷ کیلوګرامه تریاکو سره نیول شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، یاده اندازه تریاک په یوه اکوا موټر کې له بدخشان څخه هلمند ته قاچاق کېدل چې د کشفي راپور پر بنسټ په چیرلي سیمه کې ونیول شول.
چارواکي زیاتوي چې قاچاق کوونکي د تېښتې هڅه کوله، خو موټر یې چپه شوی او د توکو ترڅنګ یو کلاشینکوف هم ضبط شوی دی.
د لومړنیو څېړنو پر مهال نیول شویو کسانو اعتراف کړی چې تر دې وړاندې هم دوه ځله د همدې لارې نشهيي توکي لېږدولي دي.



