سهیل شاهین په دوحه کې له اروپايي، ترکي او برېتانوي استازو سره د اړیکو او پانګونې پر پراختیا خبرې کړي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۹ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
په دوحه کې د افغانستان سفیر سهیل شاهین د اروپايي، ترکي او برېتانوي چارواکو سره په جلا لیدنو کې د دوه اړخیزو اړیکو، زدهکړو، سوداګرۍ او په افغانستان کې د پانګونې پر موضوعاتو خبرې کړي دي.
په قطر کې د افغانستان سفارت وايي، شاهین د اروپا د سولې انسټیټیوټ له لوړپوړي سلاکار پاتریک ډیوریس سره په لیدنه کې د افغانستان او اروپا اړیکې، د باور جوړونې بهیر، د پانګونې وړ فرصتونه او د سیمې سیاسي وضعیت تر بحث لاندې نیولي دي.
سرچینې زیاتوي، چې شاهین د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د سوېلي اسیا له مسوول جهاد ارګینای سره هم لیدلي، چې په کې د دواړو هېوادونو اړیکې، سوداګریزې پراختیاوې، د ترکیې له لوري د پانګونې امکانات، د زدهکړو موضوع او د نړۍ د سیاسي وضعیت ارزونه مطرح شوې ده. سفارت وايي، دواړو خواوو ټینګار کړی چې د سیمې د ثبات لپاره د ګډو همکاریو پیاوړتیا ضروري ده.
همدارنګه، سهیل شاهین د افغانستان لپاره د برېتانیا له ځانګړي استازي ریچارډ لېنزي سره هم کتلي دي.
په دې لیدنه کې برېتانیا کې افغانانو ته د قونسلي خدمتونو وړاندې کول، بشري مرستې، اوسنی سیاسي وضعیت، ښوونه او روزنه او نور اړونده موضوعات مطرح شوي دي.
د سفارت په وینا، دغه لړۍ د افغانستان او نړیوالو شریکانو ترمنځ د باور او همکارۍ د زیاتېدو لپاره دوام لري.



