خالد مشعل: د مقاومت وسله زموږ مشروع حق او د امت ویاړ دی

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۹ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
د حماس اسلامي غورځنګ مرستیال مشر “خالد مشعل” ویلي، چې د فلسطیني مقاومت وسله د ولس مشروع حق دی، څو د خپل ځان، کرامت او راتلونکی څخه دفاع پرې و کړي.
مشعل دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې، چې د فلسطین پر ضد د صهیونیستي ترهګر ريژیم یرغل روان دی او نړیوال غبرګونونه هم ورو ورو کمزوري شوي دي.
نوموړي ټینګار کړی، چې مقاومت د اسلامي امت ویاړ او عزت دی او رښتینې سوله هغه مهال تامینېدای شي، چې یو ملت خپله اراده او زړورتیا وساتي، نه دا چې تسلیم شي.
هغه له اسلامي هېوادونو او ولسونو غوښتي، چې د مقاومت تر شا ودریږي او له دې مشروع مقاومت په هر ډګر کې ملاتړ وکړي.
نوموړي د خپلو خبرو پر دوام یوځل بیا له یمن،حزب الله او ایران اسلامي جمهوریت مننه کړې، چې په عملي میدان کې یې د مقاومت هر اړخېز ملاتړ کړی دی.



