د مهاجرينو کميسيون: له بېلابېلو لارو ۴۲۱ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۰ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون راپور له مخې، له تورخم، سپین بولدک، اسلامکلا، ورېښمو او بهرامچې له لارو ۴۲۱ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او ۲۲۹۹ تنه ثبت او بایومیټریک شوي دي.
دغه راز په راپور کې راغلي چې راستنې شوې ۴۱۰ کورنۍ په خوندي ډول خپلو ولایتونو ته لېږدول شوي او له هغوی سره د ټرانسپورټ او مالي مرستو په ګډون له درې میلیونو افغانیو څخه ډېرې مرستې شوې دي.
د خدماتو کمېټو له لوري ۲۸۸ سیمکارتونه، خوراکي توکي، اوبه او نږدې ۹۰۰ کسانو ته طبي خدمات هم برابر شوي دي.



