ولسمشر اردوغان: په فلسطین کې د بریا د لاریونونو وخت رانږدې شوی

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۰ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، چې ډېر ژر به په فلسطین کې هم د بریا لاریونونه وشي، لکه څنګه چې دا کار په سوریه کې و شو.

اردوغان دا څرګندونې د فلسطین د اوسني وضعیت په تړاو کړي او زیاته کړې یې ده، چې تمه شوې شیبه رانږدې شوې او مسلمانان به د بریا جشنونه ولمانځي.

نوموړي ټینګار کړی، چې ترکیه د فلسطیني مقاومت د مبارزې تر شا ولاړه ده او د فلسطیني ملت قربانۍ به بې‌نتیجې پاتې نه شي.

مربوطه مطالب

Back to top button