د بروسلز پر هوايي اډه چاودنو ۴۷ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل ټکی کام ۰۳حمل/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
بلجیمي رسنیو خبر ور کړی دی، چې د بلجیم پلازمینه بروسلز کې پر هوايي اډه زوینتم چاودنې شوي دي، چې له کبله یې ۴۷کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د خبرونو له قوله چې د پېښې په ځای کې د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي.
خبرونه وایي، چې د یادو چاودنو له کبله ۱۳ کسان وژل شوي، او ۳۵ نور ټپیان دي.
د بلجیم لومړي وزیر چارلز میچل هم د یادو چاودنو پخلی کړی دی، او ویلي یې دي، چې د دغو چاودنو له کبله ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
نوموړي ویلي دي، چې دا یې په هېواد کې یوه تاریخي غمیزه ده، او له ټولو څخه یې د ارمتیا او ثابت پاتې کېدلو غوښتنه کړې ده.
د بلجیم څارنوال ویلي دي، چې ښایي پر هوايي ډګر برید د یوه «ځانمرګي» له لورې شوی وي.
د بلجیم چارواکو د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
لومړۍ دوې چاودنې د هغه هېواد پر ګهیځ اتو بجو زوینتم نومي د بروسلز پر هوايي ډګر خروجي ترمینل ته نږدې وشوه، او دویمه چاودنه له دغو چاودنو شاوخوا یو ساعت وروسته د مالبیک نومي میترو سټېشن کې اروپایي ټولنې بنسټونو ته نږدې شوې ده.
بروکسل کې دا مهال بېړنی حالت اعلان شوی دی، او د اروپایي ټولنې دفترونه تړل شوي دي، الوتنې درول شوي، پر اورګاډي بندیز لګېدلی دی او هوايي ډګر ته تګ راتګ هم درول شوی دی.
یو شمېر رسنیو ویلي دي، چې داعش ډلې د یادو بریدونو پړه منلې ده.
ویل کیږي، چې دغه چاودنې د پارېس د بریدونو د اصلي مشکوک صلاح عبدالسلام له نیول کېدو څلور ورځې وروسته شوي دي.



