اقتصادي معاونیت: د ۲۶ زره مټریک ټنه په ظرفیت د ۲۲ سړو خونو د جوړېدو چارې روانې دي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۹ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت خبر ورکړی، چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ۲۲ سړو خونو د جوړېدو له بشپړېدو سره به شاوخوا ۲۶ زره مټریک ټنه کرنیز حاصلات خوندي او د اړتیا پر مهال به بازارونو ته وړاندې شي.

یاد معاونیت ویلي، افغانستان کې د مېوو ډېری حاصلات په یو فصل کې رسیږي او د لارو د بندېدو له امله بڼوال او سوداګر له مالي زیان سره مخ کېږي، خو د همدې ستونزې د بنسټیز حل په موخه اسلامي امارت د سړو خونو د جوړولو لړۍ پیل کړې او دا مهال د یاد ظرفیت لرونکو ۲۲ سړو خونو د جوړېدو چارې روانې دي.

د اقتصادي معاونیت د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې له چین سره په ګډه په بلخ او کابل ولایتونو کې د تازه مېوو درې نورې سړې خونې هم جوړې شي، چې د زرګونه ټنه مېوو د ساتنې وړتیا به ولري؛ هغه اقدام چې د افغان بزګرانو له اساسي غوښتنو څخه ګڼل کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button