پکتیا کې د څلورو کورنیو ترمنځ ۳۵ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۹ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

د پکتیا ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست وايي، چې د قومي مشرانو، علماوو او سیمه‌ییزو مخورو په همغږۍ د دغه ولایت په څمکنيو ولسوالۍ کې د نږدې ۳۵ کلونو راهیسې روانه قومي شخړه هواره شوې ده، چې څلور بېلابېلې کورنۍ پکې ښکېلې وې.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په یاده شخړه کې څلور تنه وژل شوي وو او ګڼې ستونزې یې رامنځته کړې وې، خو د اسلامي امارت د مسؤلینو په منځګړیتوب د روغې جوړې ناستې پیل شوې او د جرګو او دوامدارو هڅو له لارې دواړه لوري زغم، بښنې او ورورولۍ ته وهڅول شول.

مربوطه مطالب

Back to top button