د لوړو زده کړو وزارت اړوند اوو تدریسي روغتونونو کې معیاري درملتونونه جوړېږي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۹ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
د لوړو زده کړو وزارت وايي، چې د هېواد په اوو تدریسي روغتونونو کې د څه باندې ۱۷ میلیونه او ۳۱۷ زره افغانیو په لګښت د معیاري درملتونونو د جوړولو چارې روانې دي، چې تر دې مهاله یې شاوخوا ۸۰ سلنه کارونه بشپړ شوي دي.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، ټاکل شوې دا درملتونونه ډېر ژر د ګټې اخیستنې لپاره پرانیستل شي، څو د یادو تدریسي روغتونونو د ناروغانو او محصلینو لپاره معیاري درملو ته اسانه لاسرسی برابر شي.
په دې پروژه کې د البیروني پوهنتون تدریسي روغتون، علياباد او میوند تدریسي روغتونونه، او همداراز د شیخ زاید، پکتیا، ننګرهار او هرات پوهنتونونو اړوند تدریسي روغتونونه شامل دي، چې د لوړو زده کړو وزارت د اداري او زیربنا ریاست د تخنیکي ټیمونو له لوري یې چارې تر جدي څارنې لاندې روانې دي.



