د عامې روغتیا وزیر په هند کې د دودیزو درملو په نړیواله سرمشریزه کې وینا وکړه او د ۲۳ هېوادونو له روغتیا وزیرانو سره یې وکتل

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۹ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي هند ته د خپل رسمي سفر پر مهال د روغتیا نړیوال سازمان د دودیزو درملو د دویمې سرمشریزې په ترڅ کې د نړۍ د ۲۳ هېوادونو له روغتیا وزیرانو سره په جلا ناسته کې ګډون او وینا کړې ده. نوموړي د دودیزې درملنې پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې معیاري دودیزه درملنه د روغتیايي خدمتونو پراخوالی تضمینوي او پر روغتیايي سیستم د خلکو باور زیاتوي.

جلال جلالي ویلي، دا سرمشریزه د روغتیا نړیوال سازمان د دودیزې درملنې د نړیوالې ستراتیژۍ (۲۰۲۵–۲۰۳۴) د پلي کېدو د پیاوړتیا لپاره جوړه شوې او افغانستان په رسمي ډول د یادې ستراتیژۍ ملاتړ کوي. د هغه په وینا، افغانستان ژمن دی چې د دودیزې درملنې ملي تګلارې، نصابونه او مقررات له نړیوالو معیارونو سره همغږي کړي.

د عامې روغتیا وزارت همداراز ویلي، چې د دغه سفر په ترڅ کې د وزارت تخنیکي ټیم په هند کې د خوړو او درملو له اتحادیو سره جلا غونډې کړې دي.

 په دغو غونډو کې افغانستان ته د معیاري درملو واردات، کیفیت، بیې، پانګونه او تخنیکي همکارۍ تر بحث لاندې نیول شوي او هندي پانګه‌وال هڅول شوي، څو د درملو د تولید په برخه کې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button