عمران خان او مېرمن یې د فساد په تور په ۱۷ کاله بند محکوم شول

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۹ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
د پاکستان یوې ځانګړې محکمې د دغه هېواد پخوانی لومړی وزیر “عمران خان” او د هغه مېرمن “بشریٰ بي بي” د مالي فساد په یوه قضیه کې هر یو په ۱۷ ـ ۱۷ کلونو بند محکوم کړي دي.
پاکستاني رسنۍ وايي، چې محکمې دواړو ته ۱۶ اعشاریه ۴ میلیونه پاکستانۍ روپۍ جریمه هم ټاکلې، چې که یې ور نهکړي، نو اضافي بند به پرې عملي شي.
یاد حکم نن د راولپنډۍ په اډیاله زندان کې د جوړې شوې ځانګړې محکمې له لوري صادر شوی دی.
د عمران خان حقوقي ټیم ویلي، چې د دغې پرېکړې پر ضد به سترې محکمې ته عریضه وکړي.



