مارک روبیو: د غزې لپاره د پاکستاني پوځیانو د لېږلو غوښتنه د اسلاماباد له لوري شوې

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۳۰ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارک روبیو ویلي، چې پاکستان خپله غوښتنه کړې ده څو د سولهساتو ځواکونو په چوکاټ کې خپل پوځیان غزې ته ولېږي.
روبیو د یوې پوښتنې په ځواب کې څرګنده کړې، چې امریکا په دې اړه کومه پرېکړه نه ده کړې، خو دا وړاندیز د پاکستان له لوري مطرح شوی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې د امریکا له نظره پر غزې د سولهساتو ځواکونو د لېږلو، د حماس د بېوسلې کولو او د سیمې د کنټرول موضوع تر بحث لاندې ده، خو واشنګټن تر اوسه په دې برخه کې عملي ګام نه دی پورته کړی.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې تر دې وړاندې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی و، اسلاماباد غزې ته د خپلو سرتېرو لېږلو ته تیار نه دی او د امریکا دا ډول غوښتنه یې رد کړې ده.
د دواړو لورو متضادو څرګندونو د یادې موضوع په اړه پوښتنې زیاتې کړې دي.



