ملا برادر: د تحریمونو او فشارونو پر ځای دې افغانستان سره اقتصادي اړیکې پراخې شي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۳۰ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په بلخ ولایت کې د یوه سوداګریز مارکېټ د پرانيستې مراسمو کې وویل، د سیمې او نړۍ هېوادونه دې د تحریمونو او فشارونو پر ځای له اسلامي امارت سره اقتصادي اړیکې نرمې او پراخې کړي زياته يې کړه چې یو هوسا او پیاوړی افغانستان د نورو هېوادونو په زیان نه دی، بلکې د سیمې ثبات او پرمختګ ته ګټه رسوي.

ملا برادر زیاته کړه چې اسلامي امارت د سیمه‌ییز او نړیوال مشارکت په برخه کې پر متقابل احترام ولاړ اقتصادي او سیاسي تعامل ته ژمن دی. د هغه په وینا، د عامه او خصوصي مشارکت له لارې د سترو او اوږدمهاله پروژو عملي کېدل دا پیغام لري چې افغانستان د کورنیو او بهرنیو پانګونو لپاره مناسب چاپېریال لري.

د معلوماتو له مخې، په مزارشریف کې دا اته پوړیز سوداګریز مارکېټ د ۷۴۳ میلیونه افغانیو په پانګونه د ارشاد، حج او اوقاف وزارت په ۶۰۰ متره مربع ځمکه جوړېږي، چې ۸۷۰ دوکانونه، څلور رستورانتونه، مېلمستون، جومات او پارکېنګ به ولري او چارې به يې په دوو کلونو کې بشپړې شي او هر کال به د کلنۍ اجارې په توګه د امارت خزانې ته ۴۳ میلیونه افغانۍ وسپاري.

مربوطه مطالب

Back to top button