هلمند کې ۲۳۸ موټر قاچاقي توکي نيول شوي او ۱۶ موټر بې‌کیفیته درمل وسوځول شول

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۳۰ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

د دفاع وزارت منسوبینو د هلمند ولایت په بهرامچې ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال ۲۳۸ موټر بېلابېل بې‌کیفیته او قاچاقي خوراکي او غیرخوراکي توکي نیولي دي.

سرچينه وايي، دغه توکي چې په قاچاقي ډول له پاکستانه راوړل کېدل، په رباط او کیاهان سیمو کې د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي دي.

د ۲۱۵ عزم قول اردو د مطبوعاتي دفتر د خبرپاڼې له مخې، په نیول شوو توکو کې بې‌کیفیته درمل، کیمیاوي سره، د ډبرو سکاره، تېل، مالټې، مڼې، د ماهیانو غوښه، چاکلیټ او نور توکي شامل وو، چې د اووم نمبر سرحدي محمدي لواء د څلورم سرحدي کنډک منسوبینو تر څارنې لاندې نیولي دي.

سرچینه زیاتوي، د رهبرۍ د هدایاتو له مخې ۱۶ موټر بې‌کیفیته، تاریخ‌تېر او جعلي انساني درمل، چې په غیرقانوني ډول هېواد ته وارد شوي وو، تر نیول کېدو وروسته د بهرامچې ولسوالۍ په مربوطاتو کې وسوځول شول.

مربوطه مطالب

Back to top button