کابل ټکی کام (يکشنبه، ۳۰ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د ډایکنډي ولایت د مش علیا د مرمر ډبرو د استخراج تړون د سلطاني شرکت سره د ۳۰ کلونو لپاره لاسلیک شو. د یادې ساحې مساحت ۱۶ اعشاریه ۷۴ کیلومټره مربع ښودل شوی دی.
د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري د تړون د لاسلیک پر مهال وویل، چې د دې پروژې له عملي کېدو سره به د دولت عواید زیات شي، د سیمې خلکو ته به کاري فرصتونه برابر شي او د مرمر ډبرو پروسس به د هېواد دننه ترسره او وروسته به بهرنیو هېوادونو ته صادرې شي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، میزان سلطاني شرکت به د اکتشاف او استخراج په برخو کې د ۲۸۳ میلیونه افغانیو په ارزښت پانګونه وکړي، له ۲۰۰ څخه زیاتو هېوادوالو ته به د کار زمینه برابره کړي او د سیمې خلکو ته به د ټولنیزو چوپړتیاوو په برخه کې هم همکاري ترسره کړي.


















