امریکا په سوریه کې د داعش پر ۷۰ هدفونو پراخ بریدونه کړي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۳۰ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

امریکا وايي، د خپلو سرتېرو د وژل کېدو په غچ کې یې په سوریه کې د داعش پر ضد پراخ پوځي عملیات ترسره کړي دي.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) ویلي، چې جنګي الوتکو، بریدګرو چورلکو او توپخانې د سوریې په مرکزي سیمو کې تر ۷۰ ډېر د داعش هدفونه ویشتلي او له ۱۰۰ څخه زیات دقیق مهمات پکې کارول شوي دي.

سنټکام زیاته کړې، چې دا بریدونه د داعش د بنسټیزو زېربناوو او د وسلو د زېرمو پر ضد شوي او د اردن ځواکونو هم له هوايي بریدونو ملاتړ کړی دی.

د سوریې د بشري حقونو د څار مرکز د راپور له مخې، په دغو بریدونو کې لږ تر لږه د داعش پنځه غړي وژل شوي دي.

په همدې حال کې، د سوریې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دمشق د داعش پر ضد مبارزې ته ژمن دی او هڅه کوي د دې ډلې لپاره هېڅ خوندي پټنځای پاتې نه شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیا ټینګار کړی، چې دا عملیات د جګړې پیل نه، بلکې د هغو بریدونو غچ دی چې پکې امریکايي سرتېري وژل شوي وو.

مربوطه مطالب

Back to top button