کابل ټکی کام (يکشنبه، ۳۰ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
د سالنګونو پر لویه لار د شمالي سالنګ د شاول په سیمه کې د ۵۸۰ ډوله موټر د چپه کېدو له امله ۵ تنه هېوادوال شهیدان او ۴۴ نور ټپیان شوي دي.
د ټولګټو وزارت د معلوماتو له مخې، دا پېښه تېره شپه شاوخوا ۲:۰۰ بجې هغه مهال رامنځته شوې، چې یاد موټر د موټرچلوونکي د بېاحتیاطۍ له امله له اصلي مسیر څخه اوښتی و.
د سالنګونو ریاست پرسونل او مسوولین پر وخت د پېښې سیمې ته رسېدلي او ټپیان یې د درملنې لپاره د خنجان کلینک ته لېږدولي دي.
د ټولګټو وزارت له موټرچلوونکو غوښتي، چې د سالنګ له لارې د تګ راتګ پر مهال د ترافیکي قوانینو او د لارې د کارکوونکو لارښوونو ته جدي پاملرنه وکړي، ځکه دا مهال په سالنګونو کې د واورې اورښت او طوفاني هوا له امله یاده لویه لار موقتاً د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.


















