کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱ مرغومی، ۱۴۰۴ل)
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء وایي، چې د یکشنبې په ورځ د هېواد له بېلابېلو سرحدي لارو څخه ۷۱۳ افغان کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۹۲۶ کسانو ته رسېږي، په اجباري توګه هېواد ته راستنې شوې او د اړوندو کمېټو له لوري ورته د ثبت، بایومټریک، لېږد، نغدي مرستو او روغتیايي خدماتو په ګډون لازمې اسانتیاوې برابرې شوې دي.
د راپور له مخې، یوازې د تورخم له لارې ۴۴۴ کورنۍ، د سپین بولدک له لارې ۱۵۴ کورنۍ، د بهرامچې له لارې ۷۶ کورنۍ، د ورېښمو له لارې ۴۷ کورنۍ او د اسلامکلا له لارې یوه کورنۍ هېواد ته راستنه شوې ده. همداراز، د ټرانسپورټ او لېږد کمېټو په ټولیز ډول ۱۷۸۸ کورنۍ او ۷۶۶۹ تنه د بېلابېلو ولایتونو پر لور په خوندي توګه لېږدولي او ورته د کرایې په برخه کې میلیوني نغدي مرستې ورکړل شوې دي.
کمېسیون زیاتوي، چې د مالي چارو د تنظیم کمېټو له لوري له ۱۰۵۵ کورنیو سره نغدي مرستې شوې او راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا، خوړو، مخابراتو او عامه پوهاوي په برخو کې بېلابېل خدمات وړاندې شوي دي. د راپور پر بنسټ، له مهاجرینو سره ۶۳۴ عدده وړیا سیمکارتونه وېشل شوي او سلګونه کسانو ته روغتیايي تداوي هم برابرې شوې دي.


















