کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱ مرغومی، ۱۴۰۴ل)
د عامې روغتیا وزارت وایي، چې د افغانستان او ایران ترمنځ د خوړو، درملو او روغتیایي محصولاتو د تنظیم په برخه کې یو عملي تطبیقي پلان لاسلیک شوی دی.
د وزارت د خوړو او درملو مرستیال مولوي حمدالله زاهد د خپل رسمي سفر پر مهال، د ایران د عامې روغتیا وزارت له مرستیال او د خوړو او درملو ملي ادارې له رئیس ډاکټر مهدي پیرصالحي سره په تهران کې دغه پلان لاسلیک کړ.
یاد پلان د هغه هوکړهلیک پر بنسټ ترتیب شوی، چې د ۱۴۰۲ هـ ش کال د ثور په میاشت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شوی و او تر قانوني پړاوونو له بشپړېدو وروسته د اجراء وړ ګرځېدلی دی.
د عامې روغتیا وزارت په وینا، په دغه عملي تطبیقي پلان کې د درملو او روغتیایي محصولاتو د ثبت او ارزونې د بهیر چټکتیا، د وارداتي چارو منظمول، د قاچاق پر وړاندې ګډه مبارزه، په افغانستان کې د ایراني کمپنیو پانګونه، د تنظیمي چارو ډیجیټلایز کول، د کیفیت کنټرول او د لابراتوارونو ترمنځ تخنیکي همکارۍ شاملې دي. وزارت زیاتوي، چې د دغه پلان له پلي کېدو سره به هېوادوالو ته د باکیفیته او خوندي درملو د برابرولو زمینه پراخه او هېواد ته د بېکیفیته او قاچاقي درملو د داخلېدو مخه ونیول شي.


















