کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱ مرغومی، ۱۴۰۴ل)
د پکتیکا ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست وايي، چې محتسبینو یې په زېړوک، ارګون او وازیخوا ولسوالیو کې یوه شپږ کلنه ماشومه او دوه مېرمنې په «بدو» کې له ورکولو ژغورلې دي.
د یاد ریاست په وینا، د دغو کسانو کورنیو غوښتل د قتل پر سر د راپورته شوې دښمنۍ د حل په موخه هغوی په غیر شرعي ډول په بدو کې ورکړي، خو د محتسبینو له لوري یې مخه ونیول شوه.
د دغه ولایت د امر بالمعروف رئیس مولوي رحمتالله محق ویلي، چې هېڅ چاته به اجازه ورنه کړل شي څو د مېرمنو او ماشومانو حقونه تر پښو لاندې کړي.
نوموړي زیاته کړه، چې محتسبینو یې همداراز په اووه ولسوالیو کې اته مېرمنې له کورني تاوتریخوالي ژغورلې او د کورنیو له غړو یې ژمنې اخیستي، چې په راتلونکي کې به له ورته کړنو ډډه کوي.


















