کابل ټکی کام (سه شنبه، ۹ مرغومي، ۱۴۰۴ل)
د راپورونو له مخې، د سوډان په لوېدیځ دارفور ایالت کې د چټک ملاتړ ځواکونو او حکومتي پوځیانو تر منځ نښتو زور اخیستی، چې له امله یې ګڼ حکومتي سرتېري وژل شوي دي.
ځايي سرچینې وایي، چې د چټک ملاتړ ځواکونو د پوځ پر یو مهم مرکز برید کړی، چې له امله یې پوځ ته درنه مرګژوبله اوښتې ده.
په عین حال کې د چټک ملاتړ ځواکونو ویاند ادعا کړې، چې دوی ۳ مهمې نظامي اډې نیولي، ګڼ پوځیان یې وژلي او ۶۰ تنه یې ژوندي نیولي دي.
د سوډاني پوځ ویاند هم دارافور کې د جګړې او خپل لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې پخلی کړی؛ خو د کره شمېرو په اړه یې څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې د سوډان جګړه له تېرو شاوخوا ۳ کلونو راهیسې روانه ده او دواړه خواوې یو بل ته د درنو تلفاتو د اړولو ادعاوې کوي.















