د افغانستان له لارې د ایران–چین–اروپا د رېل پټلۍ پر پراختیا خبرې وشوې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۹ مرغومي، ۱۴۰۴ل)

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د ایران د رېل پټلۍ ادارې د رئیس جبار علي ذاکري په مشرۍ له راغلي پلاوي سره په مرمرینه ماڼۍ کې وکتل.

دواړو لورو د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي اړیکو، سوداګرۍ او د رېل پټلۍ د پراختیا په برخه کې د همکارۍ پر پراخېدو خبرې کړي.

د ایران د رېل پټلۍ رئیس ويلي، غواړي د افغانستان له لارې د رېل پټلۍ شبکه پراخه کړي، څو له دې لارې له چین سره او د افغانستان له ستراتیژیک موقعیت څخه په ګټې اخیستنې له اروپا سره ونښلول شي.

نوموړي د دې پروژې د عملي کېدو لپاره د یوې ګډې کمېټې د جوړېدو وړاندیز وکړ.

ملا عبدالغني برادر وويل، د یادې پروژې د اقتصادي ارزښت په اړه یې درې کاله وړاندې د ایران د ولسمشر له مرستیال سره خبرې کړې وې او ټینګار یې وکړ چې ګډه کمېټه دې جوړه او عملي چارې دې هر څومره ژر چې کېږي پیل شي.

مربوطه مطالب

Back to top button