هرات کې ۱۶۰ پخواني معتادین د درملنې وروسته د قرآن کریم حافظان شول

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۰ مرغومي، ۱۴۰۴ل)

هرات کې د نشه‌يي توکو د پرېښودو له مرکز څخه د فراغت په دویم پړاو کې، ۱۶۰ تنه پخواني معتادین د درملنې تر بشپړېدو او د تجوید او سم تلاوت له زده‌کړې وروسته د ټول قرآن کریم حافظان شول.
د هرات ولايت مقام وايي، د دغسې پروګرامونو موخه دا ده چې هغه کسان چې کلونه یې له اعتیاد سره تېر کړي، د دیني او معنوي زده‌کړو له لارې بېرته سالم، روزل شوي او ګټور وګړي وګرځوي او ټولنې ته یې ور وپېژني.
د مسوولینو په وینا، دا مهال شاوخوا زر تنه رغېدلي کسان د څلور زره بستریز مرکز کې د فني مسلکونو، دیني علومو او عمومي زده‌کړو په ترلاسه کولو بوخت دي، او د یادو کسانو کورنۍ وايي چې د دوی عزیزان نه یوازې رغېدلي، بلکې د باعزته او فعالو وګړو په توګه ټولنې ته ستانه شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button