ډونالډ ټرمپ: د ونزويلا ولسمشر نیکولاس مادورو او مېرمن یې نیول شوي او له هېواده ایستل شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۳ مرغومي، ۱۴۰۴ل)
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ، د مرغومي په ۱۳مه اعلان وکړ چې متحده ایالاتو پر ونزوئلا پراخ عملیات ترسره کړي او د دغه هېواد ولسمشر نیکولاس مادورو له خپلې مېرمنې سره یو ځای نیول شوی او له هېواده ایستل شوی دی. ټرمپ دا څرګندونې په خپله ټولنیزه شبکه «تروت سوشیال» کې کړې دي.
د امریکا ولسمشر ویلي، دغه عملیات د امریکا د قانون پلي کوونکو ادارو په همکارۍ ترسره شوي او ټینګار یې کړی چې دا اقدام بریالی و او زیاته کړې ده چې د یادو عملیاتو نور جزیات به وروسته له رسنیو سره شریک شي.
ټرمپ همداراز اعلان کړی چې د امریکا په وخت نن د سهار په ۱۱ بجو به د فلوریډا ایالت په مارالاګو کې یوه خبري ناسته ترسره کړي، چې پکې به د ونزويلا د وروستیو پېښو او ترسره شویو عملیاتو په اړه نور معلومات وړاندې شي.



