کابل ټکی کام (شنبه، ۱۳ مرغومي، ۱۴۰۴ل)
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د هندیکپ اینترنشنل مؤسسې ترمنځ د ګډو همکاریو یوه تفاهمنامه د ۴۹۱,۲۷۹ امریکايي ډالرو په ارزښت لاسلیک شوه.
د يادې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه تفاهمنامه د دې ادارې د لوی رئیس ملا نورالدین ترابي، او د هندیکپ اینترنشنل د پروګرامونو د رئیس وینسنت روور ترمنځ لاسلیک شوه، چې موخه یې د بشري مرستو د همغږۍ او د ناچاوده توکو د خطرونو کمول دي.
د تفاهمنامې له مخې، هندیکپ اینترنشنل به د ګدامدارۍ او ترانسپورټ په برخه کې بشري مرستو ته اسانتیاوې برابرې کړي او همدارنګه به د هرات او کندز ولایتونو په یو شمېر ولسوالیو کې د ناچاوده توکو د خطرونو په اړه د عامه پوهاوي، د ځایي رضاکارانو د روزنې، د پېښو د راپور ورکولو او د قربانیانو د روغتیایي او رواني توانبخښنې د ملاتړ فعالیتونه پلي کړي.


















