د وینروېلا مرستیاله ولسمشره: نیکولاس مادورو د هېواد قانوني ولسمشر دی

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۴ مرغومي، ۱۴۰۴ل)

د وېنزویلا د ولسمشر مرستیالې «دلسی رودریګز» د امریکا له لوري د ولسمشر نیکولاس مادورو د تښتول کېدو تر اعلان وروسته، ویلي چې مادورو لا هم د هېواد یوازینی قانوني ولسمشر دی.

نوموړې د خپل هېواد پر ملي ټلویزیون یوه تازه وینا کې ټینګار وکړ: «په وېنزویلا کې یوازې یو ولسمشر شته، او هغه نیکولاس مادورو دی.»

یاده وینا داسې مهال شوې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د مادورو تر نیولو وروسته به «امریکا دغه هېواد اداره کوي» او دلسی رودریګز د دې هېواد «نوې مشره» ده.

اغلې رودریګز زیاته کړې: «موږ د خپل هېواد د خپلواکۍ، حاکمیت او ولسمشر مادورو د دفاع لپاره چمتو یوو.»

د وینزوېلا حکومت دا اقدام د یوه بهرني یرغل په توګه ګڼلی او وایي، چې د خپلې خاورې د دفاع او ازادۍ لپاره به هر ډول قربانۍ ته چمتو وي.

مربوطه مطالب

Back to top button