د ایران ستر مذهبي مشر د حکومت ضد لاریونونو د ځپلو امر وکړ

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۴ مرغومي، ۱۴۰۴ل)

د ایران ستر مذهبي مشر “آیت‌الله علي خامنه‌اي” هېواد کې د حکومت‌ضد لاریونونو د ځپلو امر کړی دی.

د خامنه‌اي له دفتر څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې هغه د “ناارامه او ګډوډونکو کړنو” د مخنیوي لپاره د ځواکمن او سمدستي غبرګون غوښتنه کړې ده. په اعلامیه کې ټینګار شوی، چې هر هغه څوک چې د نظم او امن له حدودو وتلی، باید ونیول شي او د اسلامي جمهوریت د قوانینو سره سم حساب ورکړي.

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې په تهران او نورو ښارونو کې د اقتصادي ستونزو، بی‌کارۍ او د ژوند د لوړې لګښتونو پر ضد پراخې مظاهرې روانې دي، چې وروسته پکې سیاسي غوښتنې هم راپورته شوې دي.

د راپورونو له مخې، امنیتي ځواکونو په بېلابېلو ښارونو کې په لسګونو مظاهره‌چیان نیولي او ځینو سیمو ته یې اضافي عسکري قطعات هم استولي دي، څو د حکومت‌ضد لاریونونو د پراخېدو مخنیوی وکړي.

د خامنه‌اي له خوا د لاریونونو د ځپلو امر د نوموړي قاطعیت څرګندوي، چې په کې د نظم او امنیت خوندي ساتل د حکومت له لومړیتوبونو څخه بلل شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button