کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۶ مرغومي، ۱۴۰۴ل)
د برېتانیا د «سان» مجلې د راپور له مخې، له هغه وروسته چې د ایران امنیتي ځواکونو وروستي لاریونونه وځپل، امریکا خپل یو شمېر پوځي جیټ الوتکې او ځانګړي ځواکونه برېتانیا او المان ته لېږدولي دي.
سرچینې زیاتوي، چې د امریکا د ۱۶۰مې ځانګړو هوايي عملیاتو قطعې الوتکې د برېتانیا په «رف فیرفورډ» هوايي اډه کې ښکته شوې دي.
تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ خبرداری ورکړی و، چې که د ایران لاریون کوونکو ته زیان ورسېږي، واشنګټن به سخت غبرګون وښيي.
په همدې حال کې، هند خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې چې تهران ته له سفر کولو ډډه وکړي او د لاریونونو له سیمو لرې پاتې شي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دا مهال نږدې لس زره هندیان په ایران کې اوسیږي، چې ډېری یې محصلان دي، او له هغوی غوښتنه شوې چې خپل معلومات د هند په سفارت کې ثبت کړي.
















